
لا يے د سپين مخ خالونه شمارم
چي يے اوکتل راپورته زره مے لاړو هوا ګير شو
نه مے ليدلے وو د سپين مخ ديدن په داسے حال کښے ۔۔۔ نه مے کتلے وو
نيازبين جانان په داسے حال کښے
زه د سپين مړوند د خوبونه اموخته خو نه وومه او نه مے د مستئ نه ډکه
ليلا په خپل غيږ کښے نه وه ځايے کړۓ۔۔۔ نه مے د چا په ليمو کښے د مينے ډکه خندا
ليدلے وه۔ هسے مے د ژوند خواږه په خوبونو کښۓ ځايے کړې وو خو په حقيقت کښۓ مے د
وجد ډکه ځواني نه وه ليدلے۔ دا يو خوب وو که حقيقت چي تر اوسه...