Like Us

Thursday, April 10, 2014

تحریک انصاف پہ پختونخواہ کے د سل پاپڑ او یو لوڑ مناسب دہ

Image
پہ تیرو ٹاکنو کے د عام وگڑو نہ د ووٹ اخستو لپارہ لگ تر لگہ ٹولو کاندیدیتانو پہ خپلہ وینا کے د امریکایی بے پایلوتہ الوتکو پرضد عملیات پیل کولو وعدے پورتہ کڑے دی، او ھم د دغے ستونزے سرہ د پاکستان دننہ امن ھم بیل نہ دے۔ پہ دغہ سیاسی گوندونو کے پاکستان تحریک انصاف پر ٹولو لومڑے دے او پہ خیبرپختونخوا کے د نوی دولت واکدار ہم بلل کیگی۔ د دغہ سیاسی گوند مشر عمران خان د امریکایی بے پایلوتہ الوتکو بریدونو پرضد عملیات پیل کول پہ خپل منشور کے شامل کڑی دی۔ او ھم دا رقم ستر وزیر نوازشریف ھم چی د پاکستان مسلم لیگ نواز مشری ھم کوی پہ خپلو زیات ترہ وینا گانو کے ھم پہ سہ نہ سہ الفاظو کے د دغہ بریدونو غندنہ کڑے دہ او دا یے د پاکستان پہ خپلواکے پورے ٹوقے مسخرے گرزولے دی۔
سہ مودہ وڑاندے د امریکا صدر بارک اوباما لخوا پیل شوی وینا ترمخہ بہ امریکا د بے پایلوتہ الوتکو بریدونو پرضد قانون کے سخت والے راوستل شی او باید چی دا باوری شی پہ دغہ بریدونو کے سوک عام وگڑے لہ مینزہ لاڑ نشی۔ خو ددے سرہ سیلمہ اوباما دا ھم ویلی دی چہ دغہ بریدونہ د امریکا د حفاظت لپارہ پورتہ کڑے شوی گامونو برخہ دہ او دا قدم بہ تر نامعلوم وختہ پورے دوام لری چی پرے د پاکستان خارجہ دفتر لخوا د غمرازے یوہ وینا ھم جاری شوی دہ۔ خو ولے انکل سام پہ داسے وڑو وڑو غندنو غوگ نہ گروی۔ او غوگ بہ سنگہ اوگروی پہ تیر وختونو کے د پخوانی صدر پرویز مشرف لخوا ھغہ تہ دا اختیار ورکڑل شوے دے د پاکستان پہ پولے دننہ دے د ترھگرو پرضد کاروایی د امریکا ملاتڑ نہ سربیرہ ممکنہ نہ دہ۔ پخوانی پاکستان ارمی ستر جرنیل او دفاعی سیڑن پوہان دا دریز خپلوی چی د پاکستان ارمی پہ قباییلی سیمو کے ڈیرو زایونہ تہ د رسیدلو توان نہ لری چی پہ بدل کے یے پاکستان د ترھگرو پہ گوتہ خودونکے وژنہ پیل کولو لپارہ د امریکایی بے پایلوتہ الوتکو مرستہ ترلاسہ کڑے دہ او اوسنی دولتی چارواکی ددے ھیس کلہ جوگہ نہ دی چی د دغہ پیل شوی لاس لیک مخ نیوے دے اوکڑے شی ولے چی امریکا پہ نورو ڈیرو اڑخونو د پاکستان ملاتڑ کوی چی پکے د معاشی ٹینگخ دوامی کولو لپارہ کوٹلی گامونہ ھم شامل دی۔
پہ داسے وخت کے چی پاکستان تحریک انصاف پہ خیبر پختونخواہ اتحادی حکومت درلودی، د صوبے ھغہ وگڑی چی د نوی پاکستان پہ موخہ یے دغہ سیاسی گوند تہ پہ عامو ٹاکنو کے د کامیابئی لپارہ خپل ووٹ ورکڑے وو دغہ نوی پاکستان تہ اڑتیا لری او پہ دے طمعہ دی چی کلہ بہ د صوبے حکومت یو زانگڑے قدم پورتہ کوی کوم چہ بہ د پنجاب پرتلہ یو ناشنا او ستایونکے قدم وی خو ولے تراوسہ پورے د خیبر پختونواہ حکومت پہ دغہ ذانگڑے قدمونو کے د گاڈو پہ سفر کے مونز تہ اودریدل، د پیخور غٹ روغنتونو کے د سمدستی دارو درملو ویڑیا ویش، او پہ بجٹ کے د خواندگئی لپارہ د ڈیرو پیسو ورکولو نہ علاوہ لا داسے ہیس گام نہ دے پورتہ کڑے کوم چی د دغہ عام وگڑی لپارہ د اطمینان سبب اوگرزی۔
پہ عامو ٹاکنو ۳۱۰۲ کے د ترھگرو لخوا د نورو سیاسی گوندونو پرضد عملیات پیل کول او د تحریک انصاف خاموشہ پاتے کیدل تر ڈیر حدہ ددغہ سیاسی ڈلے د مشر عمران خان پہ طالبان خان مشہوریدو سبب اوگرزیدو ولے پہ دغہ وخت کے د تحریک انصاف موقف دا وو چی دوی د ٹاکنو پہ دے سور سیزن کے د ترھگرو سرہ د ہیس رقم غلیمئی پاللو جوگہ نہ دی ولے د ٹاکنو وروستو پہ صوبہ کے د حکومت مشر جمات دوہ وگڑی د ھغہ ترھگرو لخوا ووژل شول د چاسرہ چہ دے سیاسی ٹولنے تہ غلیمی پالل گران وو خو ولے اوس خو چی خدایے یے چاتہ پیخہ کڑی نو زان دے ورتہ میخہ کڑی ولے دے سیاسی گوند تہ پہ میخہ کیدو لہ پورہ وخت دے۔ د عامو ٹاکنو وروستو پہ خیبر پختونخوا کے دا قوی گمان کیدلو چی پہ صوبہ کے روانہ د بد امنئی لڑئی بہ تر ڈیر حدہ ختمہ شی خو ولے داسے سوچ د سیاسی سیڑن پوہانو تر سنگ کم عقلتوب گنڑل کیگی او چرتہ چی د ترھگرو لخوا نور سیاسی گوندونہ پہ گوتہ کڑے شوی وو ھلتہ نن د تحریک انصاف حکومت ہم دوہ وگڑی لہ مینزہ لاڑدی او پہ صوبہ کے یے د امن ٹینگخ ھم پہ وس کے نہ دے چی پہ ترس کے یے د عام وگڑو لیدلو شوو خوبونہ ریختیا کیدل قوی نہ خکاری۔
پہ تحریک انصاف د عام وگڑو اعتبار پہ یو سو وجو باندے وو چی پکے د موروثی سیاست مخ نیوے، عام وگڑو تہ د کور پہ درشل د انصاف شتون ممکن کول او د روان غلا غولتئی نہ ڈک نظام بدلون شامل وو۔ خو ولے تراوسہ پورے پہ خیبر پختونخواہ کے د منتخب شوو نمایئندگانو لخوا د موروثی سیاست ختمولو پر زایے خہ زیاتوالے پیل شوے دے او دا زیاتے پہ بلدیاتی ٹاکنو کے یو پہ دوہ د ودہ موندلو واضحہ گمان لری۔ سیاسی پوہان د خیبرپختونخواہ دولت تر اوسہ نابالغہ حکومت بلی ولے د تعلیم لپارہ د پنجاب پرتلہ دروند بجٹ ایخودل د دے دولت یو زانگڑے قدم دے۔ او پہ صوبہ کے د بجلئی کمی باندے قابو موندلو لپارہ د غور لاندے منصوبے ھم د ستایئنے وڑ دی۔ خو دا منصوبے پہ سنگہ او کلہ ریختیا کیگی او د دے دولت پہ خپلو مقصدونو کے پرمخیتاوے پیل کولو کے سومرہ صداقت دے دا د تحریک انصاف پہ مستقبل باندے یو سوالیہ نخہ دہ۔

0 comments:

Post a Comment