Like Us

Monday, March 10, 2014

خيال دے کلے دے

که هر څومره د هند پر ضد لوبيدو کښے پياوړي دي خو ولے رښتيا دا دي چي د پاکستان لوبغاړو د بنګله ديش په لوبغالئ کښے د هيواد بيرغ ځلولو په هسه کښے د ناوړے ناکامئ مخ اوليدو ۔ دا يواځے د يو لسو تنانو د کرکټ لوبه نه وه بلکے دا د هغه شاو خوا اتلس کروړه عام وګړو د جزباتو سره لوبے کول وو چا چے په څه نه څه شکل کښے دغه لوبه کتلو ته خپلے څوکئ او وظيفے پريخے وے۔  د پاکستان لخوا نوموړي بال وهونکي چي په تيرو څو لوبو کښے يے مخالفے ډلے ته په ميدان کښے د لوبيدو هنرونه په ګوته کلي وو،  تيره ورځ (هفتے په ورځ) د سري لنکا د ګولګوتي ويخته درلودونکي ليسيت ملينګا پرضد سل پاپړ او يو لوړ برابر شو چي په ترڅ کښے يے په لومړي اووه اورو کښۓ درے تنان د لوبغالئ څخه بهر شول۔ خو دا خو لوبه ده کله د داده وار او کله د ابئ وار خو ځمونږ په قسمت داسے ابئ رسيدلے ده چي که داده ډير هم زورور شي خو د ابئ نه وار نشي اخستلے۔ ماته خو د مصباح فواد او عمراکمل لوبه داسے ښکاره شوه چي لکه د پلار درے ضامن ډير نيک سيرته او نيک عمله يئ خو څلورم پرے آرجے رياض پشان واوړي او ټول محنت يے د شګو ډيرے شي۔ هم دا رقم ګل لالا او طلحا خانجي د سري لنکا د ګټے لپاره لګولے زور يو په دوه کو او بيا پروفيسوري پکښے يو کيچ هم له مينځه ورکلو چي له عمله يے ټولو کتونکو مخ ته بالټي واچول۔ که څه لګ ډيره هيله او آسره وه نو هغه هم راله حفيظ ختمه کلله۔ منم چي هغه به داسے نه کول غوښتل خو بيا هم اوشول۔ خو که مونږ د خپلو لوبغاړو سپکاوے شروع کلو نو دا به يوه بے فضوله خبره يئ ځکه چي په کوم رقم چي د سري لنکا لوبغاړو په ميدان کښے کتونکي ټينګ کلي وو نو هغه هم د ستائينے وړدي۔ چي دا ولے مونږ د هند او بنګله ديش پرضد دومره ننګيالي يو او د سري لنکا سره مخامخ کيدو باندے مو لينګي رپيږي، خو هغه د هجرے خبره چي مړه دا ميچ هم فيکس وو خيال دے کلے دے۔۔۔؟



0 comments:

Post a Comment