Like Us

Sunday, April 27, 2014

نيمګړے ژوند

لا يے د سپين مخ خالونه شمارم
چي يے اوکتل راپورته زره مے لاړو هوا ګير شو
نه مے ليدلے وو د سپين مخ ديدن په داسے حال کښے ۔۔۔ نه مے کتلے وو نيازبين جانان په داسے حال کښے
زه د سپين مړوند د خوبونه اموخته خو نه وومه او نه مے د مستئ نه ډکه ليلا په خپل غيږ کښے نه وه ځايے کړۓ۔۔۔ نه مے د چا په ليمو کښے د مينے ډکه خندا ليدلے وه۔ هسے مے د ژوند خواږه په خوبونو کښۓ ځايے کړې وو خو په حقيقت کښۓ مے د وجد ډکه ځواني نه وه ليدلے۔ دا يو خوب وو که حقيقت چي تر اوسه پکښے زنګيګم نه پرے مړيګم او نه مے زړۀ ته ددے پريخودل قبول دي۔ دا ژوند به دومره هم چرته شيرين وي پر دے هډو فکر نه وو کړۓ۔ اوس خو مے د زړه دروازے هم دغه مينه پسے کګے دي۔ ما خو په غيږه کښے د مور وے لوبے کړۓ خو چي د نيازبين جانان په څنګ کښے کښيناستم نو د ژوند يو نوے  نه ختميدونکے باب چي لکه شروع شي۔ چي رانه دوانړۀ لاس به يے چاپيره کړل واړۀ غمونه به په شا شول بس صرف يو د جانان مينه به وه۔ د ګهړئ ساعتونو به داسے منډے وهلے چي هډو ملګرتيا به يے نه کوله۔ ويئل به يے راته په غوږ کښے خان مے يے جانان مے يے د خوبونو شهزاده مے يے خپلوم به دے سر مے درنه جار شه۔ نه مال پکار دے نه جايئداد بس په دنيا باندے ستا د ژوند ملګرتيا غواړمه۔ ځما هم د مينے دغه انداز څه دا رنګ زړه ته پريوتو چي په بيئليدو کله بيئليږم۔ د ژوند ښه ساعتونه مے د هغه د څۀ په څنګ کښے څه داسے تير کړل چي د فکري او تخيلاتي ژوند نغمے مے په رنړا ورځ د خپل ژوند په مازيګرے کښے اوليدے۔ او دا له بس نه وو چي جانان مے پرله پسے دومره مينه راکړۀ چي به نه وو او يا به خفه وو نو د زړه درګاه به مے ورانه ويجاړه وه ۔ بس هر وخت به مے په زړه کښے هم ټپه غږيدله
نه فکر د حرم وے او نه خيال د بت خانے
بس ژوند وے او جانان۔ بس ژوند وے او جانان
که به خفه وومه نو خفګان به يے رانه دومره لرے بوتلو چي د خفګان سيورے به هم ماته نزدے نه راتلو۔ جانان مے داسے جانان دے چي ځما د زړه خبره د هغه په خوله او د هغه د زړۀ خبره ځما په خوله وي۔ کوم څه چي به مو فلمونو کښۓ ليدل او خپل د خيالونو تنده به مو پرے ماتوله هغه يے راته په حقيقي ژوند کښے داسے راوخودل چي زړه به مے باغ باغ شو۔ او تابعدار به مے داسے وو جانان چي چرته تګ راتګ به وو نو ځما بغير به نه وو او ځما اجازت نه بغير خو به خپل کورته هم تګ کول يے مناسب نه ګڼل ۔ که د جانان جوړولو هغه قيصه يے درته تيره کړمه نو دا عين ممکنه چي راپورے ملنډے به اوکړئ۔ خو تيروومه يے خامخا۔ چي په لومړي نظر کښے مو يو بل اوليدو نو خه د يو بل پخه اوسځيدو۔ خو ولے ورو ورو مے د جانان په لور نظر خوږيدل شروع شو او بيا دا چي يو ورځ مے ورته د زړه حال هم اوئيل ۔۔ نازکه وايئ چي لاليئه دا ته اولنے نه يے چي به د زړه حالونه وايے ماته پخوا ډيرو دا لاپے ويشتلے دي۔ ورته ګويا شومه چي جانان نه لاپے اولم او نه اوچتے دعوے کومه خو بس د نظره مے خه راغلے يے او په زړه پورے مے يے که ته منے او که نه ۔ او هم دا خبرے ورو ورو ځما او د هغے د مينے وړانديز اوګرځيدو۔ هغے په ما کښے خپلوالے ليدو او ماته به هم د هغے په چرته تګ راتګ غصۀ راتلله ۔ د بهر دنيا په ښه بد به مے پوهوله۔ خو افسوس او بدقسمتي ځما دا وه چي هغه ځما وه خو زه د هغے نه وومه۔ ځما جانان د ژوند داسے ډګر نه وو پريخے چي ماله يے پرے خپل عادت نه وو راکړۓ۔ کله کله فکرمند يم چي بے له جانانه به د ژوند شپے څنګه سبا کومه۔  خو خير جانان مے داسے جانان دے چي ورته به دا هم پته وه چي د مينے مزے مے لنډ دے او نن دے که صبا دے خو جانان مے د بل چا دے ولے بيا هم په مينه کښۓ مے ورله نه چرته کمے ليدلے او نه په تندي کوتونه۔ او څنګه به يے داسے د زړۀ خو شيدا وه کنه په خپل جانان۔۔۔ په ژوند او مينه کښۓ داسے غم نه وو چي ما دے جانان ته ورکړے نه وو،،،،، جدائي ، بے وفائي، بے ننګي، خپل مطلبي ،،،او داسے نورے ډيرے خبرے مے د جانان په قسمت پسے تړلے وے۔ ولے په بدل کښۓ يے هميش ماله مينه راکړۓ ده ځما خيال يے ساتلے دے او په ما يے ننګ کړے دے۔ زه به دغه جانان څنګه دے دنيا ته يواځے پريږدم ځه به خپل جانان څنګه د هغه خلقو ترمينځه ټيټ سترګے کومه د چا ترمينځه چي هغه په ما ننګ کړے دے۔ زه به خپل جانان څنګه د بل غيږے ته پريږدم۔ خودغرضي مے دا ده چي د جانان بايئلولو وروستو مے هم بے له دغه جانان ګزاره نيشته۔ د ژوند يو داسے موړ چي پرے څه غواړم هغه کولے نشم او چي په غواړم هغه پخپله کيږي راسره ۔۔۔۔ که دا دا ژوند امتحان وي نو ځه پکښے فيل صحيح خو ولے دا داسے امتحانونه دي پکښۓ د فيل کيدو هغه جز هم نيشته دے۔
زه خو په داسے صورتحال کښے يم چي د جانان په سترګو کښۓ خپل مطلبے بے وفا او بے ننګه اشنا يم د دنيا په سترګو کښے يو غلط او بد چلنه د ملګرو ترمينځه ډير مينه ناک خو ناجاړۀ او د مور پلار ترمينځه يو داسے ځوئے يم چي هغوي څه خوبيانے غواړي هغه ټولے هم ځما په زات کښۓ يو ځايے شوي دي۔ که جانان مے ګټمه نو مور پلار مے رانه ځي او که مور پلار خوشحالومه نو جانان مے رانه ځي۔ يو خو ډانګ دے او بل خو پړانګ۔۔
تر اوسه به مے په ښکلا باندے يقين درلودلو او په سپين مخ به مے د ښکلي جانان قوي ګمان وو خو چي د غنم جانان ترڅنګ شومه نو اندازه راته اوشوه چي جانان خو په اصل کښے هغه فکري يو والے دے چي له مخه يے د يو بل په فکرونو کښۓ والے وي او دوه جسمونه په يو روح ژوندي وي۔ مينه ټوله قرباني وي او بيا داسے جانان چي په مينه کښے د شريکے او په قربانئ او غم کښے د خود غرضئ قائيله وي په لټولو هم نه ترلاسه کيږې۔ په دنيا کښے څه داسے کارونه هم کيږي چي ډير ټيک او جائز وي خو ولے چي په وخت اونه شي او يا بيا د چاپير چل د رسمونو رواجونو سره سمون اونه خوري نو دغه کار د دنيا په نظر کښے يو ناسور بلل کيږې۔
کله کله د ژوند يو داسے ډګر هم راځي چي انسان خپل فکري جسم په حقيقت کښے بيا مومي خو د دے خوشحالئ نه هغه کسان خبر وي څوک چي ددے کيفيت نه تير شوي وي۔ بس چي مے نظر وي په جانان نو د خولے مے څۀ داسے الفاظ اوځي۔۔۔۔
بے لتانه  ځما ګزاره ګرانه ده ۔۔۔ مينه د زړۀ کله اسانه ده۔۔۔۔
خو چي د جانان سترګے مے وينم نو په جواب کښۓ راته وايئ
اے ځما ياره زړګيه۔۔۔ غم مه کړۀ ليونيه۔۔۔ د ليلا د زړۀ دنيا دے هم په تا باندے ودانه ده۔۔۔
مينه د زړۀ کله آسانه ده۔۔۔۔
کله کله خو وايم چي د دنيا ددے سمسور رواجونو دا زنځيرونه د خپلو خپو غوس کړم او چرته لرے د فطرت په غيږ د مينے او خکلا يوه جونګړه د جانان ترڅنګ آباده کړمه۔۔۔ خو ولے حقيقت دا دے چي بے له زمانے نه ژوند نه کيږې او بيا په داسے معاشره کښے رسمونه رواجونه په مذهب باندے هم حاوي وي نو بيا خو داسے سوچ درلودل هډو له فضول دي۔ ډيرے خبرے د انسان په وس کښۓ نه وي او چي کله انسان بے وسه شي نو خپله بے وسي د قسمت په چابړي کښے واچوي او بيا د خپل ځان په ځايے خپل قسمت ګرموي۔
دا څه داسے مينه نه ده چي ځما مينه ډيره ده او د جانان مے نيشته يا بيا زه د خپلے مينے اظهار کومه او جانان مے چپ پاتے کيږې،،، ا افسوس خبره خو داده چي جانان مے يو په دوه مينه راکوي او بل خوا د اظهار يوه طريقه يے پريخے نه ده نو بيا ولے مے د جانان په شان کښۓ اونه ليکمه۔۔۔
يو د سپرلي مسته هوا په جوبن کښے وي او بل خوا دوه ځوانئ د يو بل غيږه کښے وي نو دغه وخت به صبر پيمانے په جو جو نه اوړي۔۔؟ آيا دغه وخت به هم د دوانړو ترمينځه داسے څه وي چي د لفظونو مرستے ته به اړتيا لري۔۔؟  د جانان دا يو تصوير مے ډير کم ليدلے دے چي د زمانے او چاپير چل د رواجونو د بيړو سربيره د خپل جانان هر ارمان ترسره کوي۔
کله کله فکر کومه چي د جانان ددے مينے په جواب کښۓ به څه ورکومه او ترکومے به د مينے په دے ټال جوټے خورمه ۔۔۔۔ قسمت خو له ازله ځه د جانان نه په بيل ژوند اړولے يم ۔۔۔  په راروان وخت مے سوچ دومره قوي شوے چي د جانان په څنګ کښے ناست يم او فکرونه د بيليدو وي راسره چي څنګه به د فراق په سرو لمبو کښے سوځم ،،،څنګه پيکه به وي هغه ژوند چي د جانان خواږه پکښۓ نه وي۔۔۔ شائد بے له جانانه هډو له ژوند وي نه خو يو وجود وي چي ساه اخلي او د خپل مرګ په انتظار کښے ورځے شپے صبا کوي۔۔۔
يا خو به ځما سره داسے کيږې چي ليکلو ته کينم نو د جانان عکس نيول نه راکوي او چي په سوچ يے ډوب شمه نو شپے صبا شي خو د جانان خائست نه ختميږې۔۔۔ خو شائد د جانان د ژوند هر اړخ او هر صفت د کاغذ ترڅنګ کول ممکن نه دي ولے چي په څو مياشتو کښۓ مے قدرے دغه يو څؤ صفحے اوليکلي۔۔۔۔
اے ځما جانانه که تا ځما د ژوند دا نيمګړے باب لولے نو چرے هم دا اونه ګنړۓ چي دے کښے څه کمے دے ولے چي ډېرے داسے خبرے دي چي ليکلے نشمه او ډيرے داسے خبري دي چي ليکل يے غواړمه خو نيول نه راکوي ۔۔۔ بس دا يو خواست مے دے چي ځما يے او ځما اوسه ځکه چي بے لتا نيمګړے يم جانانه۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

0 comments:

Post a Comment