Like Us

Thursday, April 10, 2014

کزن ريپ


په تيرو څو اونو کے په بين المللي ورځ پانړو کے پرله پسے د هند په اړه ګينګ ريپ او داسے د زنانو سره نور ظلم زياتي واقعے چاپ شوي دي او هم دا رقم ميډيايي څيړنکاران په دا پرله پسے کيدونکو واقعاتو کے د څه نه څه تړون په لټون کے بوخت دي۔ په دے اړه نوموړو ارګانونو او د لټون شرکتونو خپل راپورونه هم وړاندے کړي دي او نور ډير هم په دے موخه روان دي کيږي۔ خو ولے د زنانه سره زور زياتے د نړئ په هر ګوټ کے په څه نه څه شکل کښے شتون لري۔ که چرته زنانه ډيره بے وسه ده نو خپلے بے وسئ له يے د حيا او د دروند خوئي نوم ورکړے دے او دغه بے وسي يي د ميډيا لخوا د راپورونو وروستو د سختو نتيجو نه ډډه کولو په موخه پټه ساتلے ده۔
 د نړئ ډير هيوادونه د زنانو د حقونو ټهيکدران دي او ځان د ښځو د حقونو يواځيني هCousine rapeيوادونه بولي خو ولے په دغه هيوادونو کے هم يو شمير زنانه ډير د بے وسئ ژوند په تيرولو مجبوره دي۔ که چرته دوي دغه زنانو ته سکرټونه او مني جينز پشان لباسي آزادي وربخشلے ده نو بلخوا يے په خپله خوښه پرده کونکے زنانه نه د هغے پړونے او حجاب هم راخکلے دے۔ که يوه زنانه د خپل وجود نمائيش کوي خو دا خپل واکه زنانه ده او ددے ټول حقونه محفوظ دي خو بلخوا که چرے هم دغه زنانه خپل ښائيست او وجود د نامحرمو خلقو څخه پټول غواړي نو بيا دغي زنانه ته د خزو حقوق پوره په پوره نه دي حاصل۔ په هند کے خزو سره زياتے ولے کيږې دا خو يو اتفاق نه دے بلکے ددے پرشا به ډېرے وجے وي چي بائد د هند دولت يے مخنيوے اوکړي، خو دا هم يو حقيقت دے چي دا زياتے ځمونږ د پښتنو په چاپير چل کے هم شته خو دا د ميډيايي راپورونو هغه شان برخه نه ګرځي کوم رقم چي په هند کے رامخے ته کيږي۔
 نن سبا خو ګينګ ريپ ډير زيات شوے دے خو که تاسي پام لرنه اوکړئ نو ځمونږ په پښتنه سيمه کے د کزن ريپ يو شکل د ډير پخوا نه شته دے خو ولے دا تراوسه د يو عام تن په مشاهده کے نه ده راغلے۔ د پختنو زنانه عمومن د کوره بهر نه اوځي او نه يے سوشل ميډېا او داسے څه بل رقم د خبرتيا وسيلو ته لاس رسنه وي چي لکبله يے په شته ماحول کے د خپل سکون په لټون کے وي او د هغے شاه رخ خان يو عام تن هم کيدلے شي۔  چونکے د دے د حيا ډکو جونو سره بله څه خوښه نه وي نو ارو مرو به د ماما، کاکا يا ترور ځوئي سره د مينے تارونه انډول کوي۔ ځکه چي مينه خو د انساني ژوند بنياد دے او د دے مينے په شا د انسان ډير ضرورتونه هم تړلي دي چي د وينا ضرورت يے نشته ځکه چي هغه يو ښکاره حقيقت دے۔ پښتنه جينئ د دے ضرورت ترسره کولو لپاره هم د دغه رشتو مرسته اخلي۔
 او که يو طرف ته دا مينه بلل کيږي ځکه چي دا جونے دے ته خپله خوښه وائي ولے بلخوا دا ريپ هم بلل کيږې ځکه چي دا عمومن بغير رشتو نه سرته رسي او دا د دے جونے مجبوري ده چي خپل ضرورت لپاره په شته تنانو کښے يو تن خوښ کړي ولے چي نوره څه لاره نه وي۔ خو د فائدے خبره دا ده چي پختنو کے زيات تره د ترونو، ماما ګانو او تروريانو بچو سره رشتے کيږې۔ چي له وجے يے په رشتو کے مضبوطيا هم رازي خو د نوي دور د ډاکټري ريسرچ ترمخه په کزن ودونو کے وراثتي بيماريانے بيا راژوندئ کيږي۔ خو کيدلے شي ځما ډيرے خبرے بے بنياده هم اوګرځي ځکه چي زمونږ د چاپير چل هيت ډير توفير لري خو بيا هم ډيرے خبرے د يوبل سره تړون هم لري۔ که هرڅه اووايو خو دا خبره په ډانګ بيله ده چي د پختنو معاشره کے څه موده وړاندے ښځه ډيره آزاده او خپلواکه وه او هم دا وجه ده چي دا کور په ميرمن بلل کيږې۔

0 comments:

Post a Comment